IQNA

سږکال د قدس نړیواله ورځ په حقیقت کې  نړیوال اړخ لري

4:47 - April 04, 2024
د خبر لمبر: 3488996
ایکنا- د قدس او انتفاضې دمرکزي کمیټې مشر ددې خبرې په کولو سره چې سږکال د قدس نړیواله ورځ باید د طوفان الاقصی دناڅاپی عملیاتو او د فلسطین موضوع ته د دنیا دعمومی افکارو د ځانګړي پام په واسطه نړیواله  وګڼو ووئيل، سږکال  به په چورلټ ډول د قدس نړیواله ورځ یو بل شان ته تجروبه کړو.

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی تبلیغاتو د غږمله شورا د قدس او انتفاضې   د مرکزی کمیټې مشر رمضان شریف د  قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په خبری کنفرانس کې چې پرون سهار  د اسلامی تبلیغاتو د غږملونکي شورا د  غونډو په هال کې ترسره شو، د حضرت امام علی  علیه اسلام د شهادت د شپو ورځو  په مناسبت او دغه راز  په دمشق کې د وحشی صهیونیسټي رژیم په څاروي ډوله حملې کې  چې  د ایران د سفارت په کنسولي برخې ئې کړې ده ،د سپاه پاسدارانو د یوشمیر پوځي سلاکارانو دشهادت  په  باب په تسلیّت وئيلو سره  روښانه کړه؛ د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود  له خوا د قدس دنړیوالې ورځې نومول  د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ لپاره د اسلامی جمهوری نظام سټراټژي ده .د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د فلسطین مسئله د اسلامی امت یوه  مهمه موضوع بللې ده  او تل ئې د دوي دحق په احقاق ټينګار کړی دی.

هغه په دوام کې ووئيل، د قدس په نړیوالې ورځې میلیوني لاریون کې دایران د ولیس دوهم پراخ شتون  دی. ۴۵کلونه کیږي، چې د روژې دمبارکې میاشتې  په وروستۍ جمعې ورځې یعنی په جمعةالوداع د قدس د ورځې د میلیوني او ولولناک لاریون شاهدان یوو. ۴۵کلونه کیږي، چې  د صهیونیسټانو  د جنایتونو نړۍ د بیانولو  او نندارې ته په وړاندې کولو سره د فلسطین موضوع ژوندئ شوې ده. ۴۵کلونه یږي،  چې  دقدس نړیوالې ورځې ترسره کیدا یوه داسې فضا برابره کړې ده څو  نوی نسل د صهیونیسټي وحشی رژيم  له جنایتونو خبر شي.

شریف دغه راز روښانه کړه ، په نوی کال کې د طوفان الاقصی په ناڅآپي عملیاتو سره د فلسطین موضوع نړیواله شوې او د نړۍ عمومي افکار د ایران اسلامی جمهوری نظام  د قدس دنړیوالې ورخې دنومولو لپاره ستائي  او  د قدس دنړیوالې ورخې دنومولو په فلسفې او څرنګوالي پوه شوي دي.

د اسلامی تبلیغاتو د  غږملونکي شورا د قدس او انتفاضې د مرکزی کمیټې مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  دقدس نړیوالې ورځ دعمومی افکارو لپاره د صهیونیسټي رژيم اصلی ماهیّت  بیان کړی  او د اسرائيلو د څه دپاسه ۷۵کلونو جنایتونه او ظلمونهئې د نوي نسل لپاره روښانه کړي دي ،ووئيل؛  د قدس  د ورځې په باب د اسلامی جهموری نظام  کړچار او ستراټژيد نورو هیوادونو  له خوا هم تائيد شوې ده ،لکه څنګه چې د نورو هیوادونو په  لاریونونو کې د میلیوني خلکو په شتون سره  د فلسطین د خلکو د مظلومیّت له چغې سره  د دوي د یوه خوله کیدا شاهداان یوو. په حقیقت یوه داسې موضوع چې د اسلامی انقلاب رهبرانو په دغو کلونو کې  نړۍ ته ددغې موضوع حقیقت رابرسیره کړی ،دنړیوالو دتصدیق وړ ګرځيدلی دی.

ابو شریف همداراز ددغه خبری کنفرانس په دوام کې ووئيل، له هغو یو زر اوه سوه کسانو څخه چې په طوفان الاقصی  ناڅاپی عملیاتو کې ئې ګډون کړی ، پنځه سوه مبارزان د قرآن حافظان وو چې دا د مقاومت او ود فلسطین دمبارزانو د الهي او قرآنی کړچار  ښودنه کوي. د فلسطین مبارزان ، د حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو مبارزانو  په خداوندمتعال باندې په تکیې او پخپل ولس په ډاډمنیدا سره  د وحشي صهیونیسټانو په مقابل کې کلک  ودریدل  او یوه نړیواله حماسه ئې وپنځوله.

د اصفهان د اسلامی تبلیغاتو دغږملونکي شورا مشر حجةالاسلام علیرضا  ناجي  هم د ولایت د قدس  د  نړیوالې ورځې د درنښت دکمیټې  په خبری ناستې کې  چې د سه شنبې په مازدیګر د رسیندوئي اصحابو په شتون سره ترسره شوي، ووئيل، دق دس ورځې د سږکال شعار  هم ؛  له طوفان الاقصی رانیولې تر طوفان الاحرار ؛  دی. طوفان الاحرا مسلمان او غیر مسلمان نه پيژني او درست آزادي غواړي پکې  شاملیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4208333

captcha